خپل هدف څنګه ترلاسه کړو؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 03, 2022
4 years ago
3,022 views
خپل هدف څنګه ترلاسه کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

که تاسو دا لیکنه لولئ؛ نو بختور یئ. ځکه چې تاسو به د خپلو موخو د ترلاسه کولو پر راز پوه شئ. دا چې څنګه کولای شو، خپل هدف ترلاسه کړو، ځواب یې بېخي ساده دی. تاسو به هغه وخت خپلو موخو ته ورسېږئ، چې د قسمت په تمه ویده نه شئ، بلکې برعکس پر تدبیر او هڅو باور ولرئ.

فکر وکړئ ستاسو په ستوني کې مړۍ (د ډوډۍ کپ) ونښته، ملګری مو دوه انتخابه لري، یو دا چې تاسو ته وګوري او دعا درته وکړي، بله دا چې پر څټ مو په سوک (Box) ووهي ترڅو مړۍ مو تېره شي، نو تاسو به کوم یو ټاکئ؟ معلومه ده، چې له ملګري به هیله کوئ، چې پر څټ مو ووهي ترڅو مړۍ مو تېره شي. له همدې امله موږ وایو، چې له توکل او تقدیر سره ـ سره تدبیر هم خورا مهم رول لري.  

هیلې او موخې لرل ښه وي؛ خو تر دې ښه دا وي، چې د همدې موخو ترلاسه کولو لپاره مټې راونغاړئ او خپلې وړتیاوې ډېرې کړئ. مثلا یو هندو او مسلمان سیند ته ولوېدل. څه فکر کوئ کوم یو به روغ ووځي؟ معلومه خبره ده، چې د کوم یو لامبو زده وي هغه به روغ پاتې کېږي. وګورئ! خدای هم هغه څوک خوښوي، چې هڅه یې کړې وي او وړتیاوې لري. نو هڅه وکړئ، سخت کار وکړئ او د خپلو موخو پر لور قوي ګامونه واخلئ.

لیکوال "سټاین بیک" وايي، چې "د خپل کوښښ او تلاش مریدان شئ؛ نه د امید او هیلو." یوازې په هیلو او خیالونو کار نه کېږي. هر هدف او موخه که لرئ کار ورته وکړئ او همدا د موخو ترلاسه کولو تر ټولو بهترینه لاره ده. موږ په ټولنه کې دوه ډوله خلک لرو، یوه ډله هغه چې سهار ویده وي او خوبونه ويني. دوهمه هغه چې سهار پاڅېږي تر څو خپل خوبونه رښتيا کړي. نو تاسو هم دوهمه ډله شئ. پاڅېږئ، سترګې خلاصې کړئ او د خپلو موخو لپاره کار وکړئ.

Related Articles

Sep 04, 2021
2,707 views

آيا افغانستان په اقتصادي ناورین (بحران) کې دی؟

آيا افغانستان په اقتصادي ناورین (بحران) کې دی؟ زمونږ د هیواد (افغانستان) اقتصاد یو سوداګریز (تجارتي) اقتصاد دی، چې په صادراتو او وارداتو ولاړ دی په خاصه توګه په وارداتو ولاړ دی او له همدې امله ورځنۍ او دوره یي را کړې ورکړې او د توکو (شیانو) لیږد رال...

Nov 05, 2020
2,720 views

د مارانو جزيره؛ په برازيل کې ممنوعه سيمه

په برازيل کې د مارانو حېرانونکې جزيره (وچه) په نړۍ کې يو له رازونو او خطرونو ډکه سيمه ده، چې د عادي کسانو ورتګ ورته منع دي. تر اوسه مو له رازونو د ډکو جزيرو په اړه ډېر څه اورېدلي دي، چې اکثره يې خيالي کيسې وې؛ مګر نن غواړو چې له يوې ځانګړې جزيرې سره...

Nov 17, 2021
2,023 views

څنګه کولای شئ د هاضمې سیستم پیاوړی کړئ؟

خوراک او غذا د انسان د ژوند له مهمو برخو څخه ده، خو له دې هغه څوک خوشاله وي چې د هاضمې سیستم یې جوړ وي، کله چې د انسان د هاضمې سیستم جوړ نه وي له خوراک څخه ورته یو شمېر ستونزې او ناروغۍ پیدا کیږي.په عام ډول له اندازې زیاته ډوډۍ خوړل هاضمي سیستم زیانم...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,789 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,429 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,856 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...