دا ځانګړنې خپل کړئ، چې بریالي شئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 06, 2022
4 years ago
2,472 views
دا ځانګړنې خپل کړئ، چې بریالي شئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

موږ او تاسو هغه کسان بریالي بولو، چې خپلو اهدافو ته رسېدلي وي؛ نو په دې معنا چې په ژوند کې خپلو موخو ته رسېدل بریا بلل کېږي. مګر پوښتنه دا ده، چې ولې ځینې خلک بریالي او ځینې نور بیا برعکس ناکامېږي؟ که څه هم ددې پوښتنې ځوابول سخت کار دی؛ خو بیا هم یو څه ښکاره دي. هغه دا چې ځينې ځانګړنې بریالي خلک له ناکامو کسانو بېلوي. راځئ، چې د نړۍ د ځينو کامیابو اشخاصو په اړه ولولو.  

مسي د ارجنټاين د فوټبال ملي لوبډلې نامتو لوبغاړی دی. هغه په ۲۰۲۱ز کال کې د غوره فوټبالر په توګه د اووم ځل لپاره هم د سرو زرو توپ وګاټه. په داسې حال کې چې په کوچنیتوب کې ډاکټرانو ورته ویلي و، نوموړی د ودې ستونزه لري او هېڅکله به فوټبال و نه شي کړای.  

اډيسن د برق (برېښنا) اختراع کوونکی دی او ټوله نړۍ د هغه له برکته رڼا لري، فابریکې جوړې شوې، صنعت چټک پرمختک وکړ او سلګونه ـ زرګونه نورې ګټې یې انسانانو ته ورسېدې. خو په کوچنیتوب کې یې ښوونکي مور ته ویلي وو، چې نوموړی د زدکړې استعداد نه لري؛ نو پر اډېسن دې کوم بل کار وکړي.

انشټاين د علم او پوهې په برخه کې یو ځلانده نوم دی؛ خو ټولګیوالو به یې تل پرې خندلې او ښوونکو به هم بې عقل ګاڼه.  

راشد خان په اوس وخت کې اول د افغانستان او بیا د ټولې نړۍ نامتو کریکټ لوبغاړی دی، چې په دې ډګر کې لسګونه بېلابېل ریکارډونه پخپل نوم ثبت کړي دي. هغه وايي، له کورنۍ څخه به مې پټ کریکټ کاوه او هېچا راباندې باور نه درلود.  

د روسیې ولسمشر "ولادیمیر پوتین" چې د نړۍ له ځواکمنو څېرو څخه ګڼل کېږي، د شوروي اتحاد د ړنګېدو په وخت کې یې ټکسي چلوله. همدارنګه میلیاردر "کوین ټروډ" وايي، چې پلار مې غریبکار و؛ خو زه اوس د شپېتو شرکتونو رئيس یم.

دا د بېلګې په توګه ایله د څو بریالیو کسانو د ژوند کیسې وې. په داسې حال کې چې نږدې ټول کامیاب اشخاص د بې وسۍ، کمزورۍ او ناهیلۍ بېلابېل داستانونه لري. له دې بېلګو څخه زموږ موخه دا وه، چې تاسو خپلو وړتیاوو ته متوجه کړو او پر دې مو وپوهوو چې دې ټولو اشخاصو کومې ځانګړنې لرلې، چې له ننګونو سره ـ سره بیا هم بریالي شول؟ ددوی او نورو بریالیو اشخاصو د ژوند داستانونه موږ ته راښيي، چې بریالي اشخاص لاندې ځانګړنې لري.  

لومړی| پر ځان باور

که د کامیابو خلکو ژوند مطالعه کړئ، نو دې پایلې ته رسېږئ، چې دوی تل پر ځان باور لري. د "نشم کولای" پر ځای د "کولای شم" نظریه لري او همېشه ثابتوي چې دوی یې کولای شي. په حقیقت کې پر ځان باور دوی ته د بریا ځواک ورکوي. نو که تاسو هم غواړئ تر بریا ورسېږئ نو لومړی پر ځان باور پیدا کړئ.  

دویم| خواري

همدارنګه ټول بریالي اشخاص سخته خواري کوي او پښتانه هم وايي، چې بې زحمته راحت نشته. هر څه تقدیر ته مه سپارئ، تدبیر او هڅه هم کوئ. نو د دویمې لارښوونې په توګه به ووایو، چې د خپلو اهدافو لاسته راوړلو لپاره زحمت وباسئ.  

درېيم| له کار سره مینه

د بریالیو خلکو د بلې ځانګړنې په توګه ویلای شو، چې دوی تل له خپل کار سره مینه لري او همدا مینه دوی ته پخپل مسلک کې د بریا چانس ورکوي. نو تاسو هم له خپل مسلک او کار سره مینه ولرئ.  

څلورم| د نورو خبرې

زموږ او ستاسو اکثریت خلک له دې کبله وروسته پاتي، چې وايي "خلک به څه وايي؟" دا هغه فکر دی، چې تاسو تل له خپلو موخو لرې ساتي. هڅه وکړئ د خلکو خبرې مهمې مه ګڼئ. خپل ځان مطالعه کړئ، استعداد مو درک کړئ او په هماغه برخه کې خپلو خواریو ته دوام ورکړئ. ان شأالله ډېر ژر به د بریا تر آرامې او خوښې څوکي ورسېږئ.

Related Articles

Apr 06, 2022
2,321 views

آیا وېره رواني ستونزه ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی   آيا پوهېږئ، چې وېره څه ده؟ وېره د فشار پر وړاندې د انسان د طبیعي غبرګون یو ډول دی. موږ ټولو د ژوند په ځینو حالاتو کې وېره تجربه کړې ده؛ مګر په دې لیکنه کې پر دې طبیعي وېرې خبرې نه لرو. بلکې هغه اظطراب (وېره) به وپېژنئ، چې رواني...

Jul 23, 2022
1,941 views

دا کړنې مو شخصیت او حیثیت ته زیان رسوي

که غواړئ شخصيت او حیثیت ته مو زیان و نه رسېږي؛ نو له دې کړنو څخه ځان وساتئ. • همېشه د نورو په شخصي ژوند کې مداخله کول.• په ناڅاپي ډول د نورو خبرې پرې کول.• ناپاک ګرځېدل.• کله چې څوک حاضر نه وي ورپسې خبرې کول. • همېشه په لوړ غږ خندل او ټوکې کول.• پوچ...

May 08, 2022
2,382 views

نامسلمانې مور د ماشوم کیسه

نامسلمانې مور د ماشوم کیسه یو کوچنی ماشوم د فرانسې هېواد پاریس ښار کې یو مسجد ته ننوت او د مسجد امام ته یې ووېل: مور مې زه رالیږلی یم چې تاسو سره سَبق ووایم او له تاسو زده کړه وکړم، امام ووېل: نو مور دې چېرې (چېرته) ده؟ څوک به د ولي په توګه ستا ل...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,274 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,285 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,451 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...