بریالي انسانان دا ځانګړنې لري

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 17, 2022
4 years ago
2,365 views
بریالي انسانان دا ځانګړنې لري

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

که د بریا او ناکامۍ هر اړخیزه مطالعه وشي دې پایلې ته رسېږو، چې ځينې عادتونه ددې سبب کېږي چې بعضي خلک تر نورو مخکې شي، ځانته ښه ژوند برابر کړي او خپلو موخو ته ورسېږي. شاید تاسو فکر وکړئ، چې دا خو ډېر کوچني/عادي کارونه دي؛ خو په حقیقت کې همدا عادي خويونه تاسو له نورو بېلوي او د بریا تر لوړو پوړیو مو رسوي. یو عالم وايي: "هغوی چې غرونه خوځوي، د کوچنيو تيږو له پورته کولو پیل کوي."

دا عادتونه چې په دې لیکنه کې پرې خبرې شوي دي، ستاسو د شخصیت په وده کې مرسته کوي او ستاسو د بریا چانس ډېروي. نو هڅه وکړئ، چې په غور سره یې ولولئ او عملي یې کړئ. بریالي خلک دا کارونه کوي:  

لومړی| سهار ښه پیلوي!

سهار د یوې نوې ورځې پیل وي او تاسو ته یو ځل بیا ۲۴ ساعتونه درکول کېږي ترڅو خپلې چارې سمبالې کړئ او د موخو پر لور مو حرکت وکړئ. په حقیقت کې د هر سهار ښه پيلول له تاسو سره همکاري کوي، چې ښه ورځ ولرئ او د ښې ورځې لرل تاسو د هدف لور ته نږدې کوي. سهار وخته پاڅېږئ، عبادت وکړئ، اوبه وڅښئ او نورې ګټورې کړنې ترسره کړئ. په حقیقت کې همدا د سهار ښه پيلول دي.  

دویم| فردي نظم ته پام کوي!

وايي چې "د طبیعت لومړی قانون نظم دی." که تاسو هم نظم مراعت کړئ په چارو کې به مو ښه والی او موثریت پخپلو سترګو ووينئ. په فردي نظم کې خورا ډېر موضوعات شاملېږي؛ خو په لنډ ډول به ووايو، چې د خپلې بسترې ټولول، پاک ګرځېدل، ويښتان منظم ساتل او نور ورته کړنې د فردي نظم بېلګې دي. دا کوچني کارونه ستاسو د لویو موخو/کارونو د ښه والي سبب کېږي او په موخو کې مو د بریا چانس ډېرېږي.    

درېيم| خپل صحت ته پام کوي!

اکثریت وګړي خپل صحت ته پام نکوي او دا یو عادي کار بولي؛ خو په حقیقت کې د برياليو خلکو تر ټولو مهم خصوصیت همدا دی. دوی خپل صحت تر هر څه مهم بولي. د روغتيا په برخه کې زموږ لارښوونې دا دي، چې منظم او پوره خوب وکړئ، ورزش وکړئ او صحي خواړه وخورئ. که دا درې کارونه وکړئ نو په صحي برخه کې به له ستونزو سره مخ نه شئ. ان شأالله!  

څلورم| مطالعه کوي

بریالي خلک مطالعه کوي او په دې توګه یې ورځ په ورځ په پوهه او علمیت ډېرېږي. سقراط وايي: "یوه ټولنه هغه وخت نېکمرغه کېږي، چې د وګړو ورځنی عادت یې مطالعه وي."  پراخه مطالعه ددې سبب کېږي، چې ستاسو معلومات ډېر شي او پدې توګه تاسو په هره برخه کې پوهېږئ او کولای شئ بېلابېلو ستونزو/مسایلو ته مناسبې حللارې ومومئ. مهمه نده، چې تاسو دې ډېره زیاته مطالعه وکړئ؛ خو هڅه وکړئ هره ورځ مطالعه خپل عادت وګرځوئ. 

پنځم| سپما کوي  

د برياليو انسانانو د عادتونو په لیست کې د پیسو سپما/ذخیره کول خورا مهم ځای لري. تاسو هم کوښښ وکړئ حتما یوه اندازه پیسې ذخیره ولرئ تر څو په سختو شرایطو کې مو پکارې شي او یا هم ځینې کوچني کاروبارونه پرې پیل کړئ. هندوستانیان وايي چې تاج محل په یوه ورځ ندی جوړ شوی. موخه یې دا ده، چې هر کار وخت غواړي او ژر نه کېږي. نو لږې لږې پیسې ساتئ ترڅو یو وخت پر یوې لویې خزانې بدله شي.  

شپږم| وخت نه ضایع کوي

بریالي انسانان وخت ته تر هر څه ډېر ارزښت ورکوي. تاسو هم هڅه وکړئ، خپل وخت په ډېرو لوبو، ګپ شپ، انټرنیټ او نورو بې معنا کارونو تېر نه کړئ. وخت لکه سره زر احتیاط ورسره وکړئ او په ښو کارونو یې تېر کړئ. 

Related Articles

Dec 11, 2023
1,028 views

په ساختمان کې د خوندیتوب مدیریت

په ساختمان کې د خوندیتوب مدیریت په ساختمان کې د خوندیتوب د مدیریت په موخه لاندې موارد په نظر کې نیول ډیر اړین دي. • په ټولو حالاتو کې باید پاملرنه او ستانه ( House Keeping ) په ښه توګه ترسره شي. • محافظوي خولۍ، بوټان، کمربندونه او عینکې باید کاریګرو...

Jan 07, 2025
2,229 views

د سينوهه کتاب لنډیز!

نوم ؛ سينوهه( د فرعون ځانګړي طبيب يادښتونه )څپرکي ؛ شپيږ پنځوسم - صفحې ؛ ۸۹۴ /سينوهه يې ليکوال چې په پاپيروس يې ليکلی او ( ميکاولتاري ) يې بيا کتاب ته ترتیب کړی..!ژباړه ؛ ډاکټر محمد عيسی ستانکزید زیږدیز څخه تر بوډاتوبه...د کتاب معرفيت؛ محبت مخکښ په...

Jul 15, 2021
2,915 views

تور قارچ (قارچ سیاه) څه ډول ناروغي ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ د شمېر له ډېرېدو سره سم روغتيا وزارت د یوې بلې وژونکې ناروغۍ د خپرېدو خبر ورکړ. د ډېرو هېوادوالو لپاره ددې ناروغۍ نوم بېخي نوی و؛ نو د تل په څېر کتابتون ادارې وپتيېله، چې خپلو هېوادوالو ته ضروري معو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,274 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,285 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,451 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...