To start downloading books

Please sign in or create an account.

د مینې پیغمبر

د مینې پیغمبر

لیکوال ـ خبیب علي

د نړۍ په تاریخ کې یوازې څو تنه داسې تېر شوي چې د بنیادم د اخلاقو په جوړولو کې یې برخه اخیستې ده. په دې کې د یونان سقراط او افلاتون، د چین کنفوسیوس، د هند ګوتم بده او نور شامل دي. د اخلاقو په دې ټولو مصلحینو باندې (د نورو امتیازونو سربېره) زموږ د پېغمبر حضرت محمد ﷺ یو امتیاز دا دی چې د ده (مبارک) هر قول، فعل او تقریر په متواتر او باوري شکل تر موږ را رسېدلی دی. موږ د سقراط خبرې د افلاتون په مکالمو کې موندلی شو، یا شاید د افلاتون خبرې د هغه په جمهوریت نومي کتاب کې ومومو، خو د دوی قول، فعل او تقریر په متواتر او باوري شکل نه شو ثابتولی. د دوی د ژوند پېښې په تیارو کې پټې دي او موږ هیڅ قوي دلیل نه لرو چې د دوی حال له قال سره برابر و که نه؟! برعکس د رسول الله ﷺ د ژوند هره شېبه د تاریخ په کتابونو کې ثبت ده او په داسې شکل ثبت ده چې هیڅوک یې له حقیقته انکار نه شي کولای. د هغه ﷺ خبرې او عمل یو شان و. مینه او عاطفه یې دومره وه چې حتی دښمنانو یې هم اعتراف کاوه چې دی ﷺ یو امین او رښتینی شخص دی. حضرت محمد ﷺ د تاریخ تر ټولو مهربانه انسان و. انس رضي الله عنه وایي چې رسول الله ﷺ به ویل: زه چې لمونځ شروع کوم نو اراده مې وي چې اوږد به یې کوم. په دې وخت کې مې ناڅاپه له صفه د ماشوم اواز تر غوږ شي چې ژاړي، نو لمونځ را لنډ کړم چې مور ته یې تکلیف ونه رسي. هبار بن الاسود هغه شخص و چې د ده دلاسه د رسول الله ﷺ لور حضرت زینب ته ډېر تکلیفونه رسېدلي وو. حضرت زینب رضي الله عنها حامله وه او د مکې نه یې مدینې ته هجرت کاوه. کافرانو ورته په لاره کې تکلیف ورساوه او هبار بن الاسود دا قصدا د اوښ نه ښکته وغورځوله چې له دې وجې دا سخته ژوبله شوه او حمل یې ضایع شو. سربېره پر دې هبار نور ډېر جرمونه هم کړي وو. کله چې مکه نیول کېده نو د هبار نوم د مشهورو قاتلانو په ډله کې و مګر کله چې هبار رسول الله ﷺ ته راغی او بخښنه یې وغوښته، نو رسول الله ﷺ هغه وباښه. انس رضي الله عنه یو بل ځای وایي: رسول الله ﷺ غوښتل ما یو کار پسې ولېږي، مګر ما وویل چې زه دې کار پسې نه ځم. رسول الله ﷺ هیڅ ونه ویل او چوپ پاتې شو. زه د دې خبرې د کولو نه وروسته بهر ووتم، چې په دې وخت کې رسول الله ﷺ ناڅاپه ما پسې راغی او زه یې د څټ نه ونیولم. ما چې شاته وکتل نو ومې لیدل چې رسول الله ﷺ خاندي. تر دې وروسته یې ماته په ډېره مهربانۍ او مینه وویل: انسه، ما چې درته د کوم کار ویلي وو، هغه پسې خو به اوس لاړ شې؟ ما عرض وکړ چې ښه ده، ځم. حضرت انس دې واقعې سره دا خبره هم وکړه چې ما اووه کاله د رسول الله ﷺ خدمت وکړ، مګر په دې دومره موده کې یې ماته هیڅکله دا نه دي ویلي چې دا کار دې ولې وکړ او یا دې ولې ونه کړ؟! د مسلمانانو مور حضرت عایشه رضي الله عنها هم فرمایي چې رسول الله ﷺ هیڅکله د هیچانه په شخصي معامله کې بدل او انتقام نه دی اخیستی، پرته له هغه صورته چې شخص به د الهي احکامو سپکاوی کړی و. د عایشې ابۍ د دې خبرې ښه ثبوت د احد غزا ده. په دې غزا کې دښمنانو په حضرت محمد ﷺ غشي وا اورول، د ډبرو ګوزارونه یې پرې وکړل، تورې یې پسې را وویستې، غاښونه یې ور شهیدان کړل او د ده مبارک تندی یې هم ژوبل کړ مګر د دې ټولو خبرو باوجود د رحمت اللعلمین ﷺ له خولې یوازې همدا یوه خبره ووته چې: اللهم اهد قومي فانهم لا یعلمون! خدایه زما قوم ته هدایت وکړه، دوی نه پوهیږي. جریر بن عبدالله یو بل صحابي دی، رسول الله ﷺ به چې کله هم دی وکوت نو ورته به موسک شو. دا صحابي (رضي الله عنه) وایي چې هیڅکله داسې نه دي پېښ شوي چې زه دې د دوی مبارک حضور ته ورغلی یم او دوی دې له مینې راته نه وي موسک شوي. د رسول الله ﷺ دا مینه او مهرباني یواځې نورو سره نه وه، بلکې خپلو خپلوانو سره هم وه. انس رضي الله عنه وایي چې رسول الله ﷺ به خپلو خپلوانو سره دومره مینه کوله چې ما دومره مینه د بل چا نه ده لیدلې. ده ﷺ به د حضرت حسین (رضي الله عنه) په باره کې ویل چې حسین زما او زه د حسین یم. څوک چې حسین سره مینه کوي، خدای دې د هغه سره مینه وکړي. یو ځل امام حسن یا امام حسین رضي الله عنه د حضرت محمد ﷺ په مبارکه اوږه سپور و. چا وویل چې څه سپرلۍ لاسته ورغلې ده. رسول الله ﷺ وویل: سپور هم څنګه سپور دی. د حضرت زینب رضي الله عنها د کوچنۍ لور نوم حمامة و. حمامة رسول الله ﷺ ته ډېره ګرانه وه. دا به په لمانځه کې هم رسول الله ﷺ سره وه. کله به یې چې لمونځ کاوه، نو دا به یې په شا سپرېدله. د رکوع پر وخت به یې له شا څخه ښکته کوله او چې محمد ﷺ به له سجدې پورته کېده، نو دا به یې بیا په شا سپره شوه. د روایتونو د الفاظو نه معلومیږي چې حضرت محمد ﷺ به دا خپله په شا سپروله، خو ابن القیم لیکي چې دا عمل کثیر دی، شاید چې دا به په خپله سپرېدله او دوی به نه منع کوله. ځیني اروپایي مورخین په دې باور دي چې د رسول الله ﷺ نرمي د اسلام د کمزورۍ له وجې وه. هغه وخت اسلام کمزوری و او محمد ﷺ له نرم چلن او مهربانۍ پرته بله لاره نه درلوده. تاریخ د اروپایي مورخینو دا خبره غلته ثابته کړې ده. زموږ په کتابونو کې د نبوي دور د عظمت او بریالیتوبونو د مهال ډېرې کیسې شته چې د مینې او مهربانۍ جذبات په کې هماغسې په ولولو دي، لکه چې حضرت علي، حضرت عایشه، حضرت انس، حضرت هند ابن ابي هاله (رضي الله عنهم) او نور چې ډېره موده یې د حضرت محمد ﷺ په خدمت کې تېره کړې ده او د ده مبارک په حضور کې اوسېدلي وو، ټول په یوه خوله دا خبره کوي چې حضرت محمد ﷺ د نرم مزاج، ښو اخلاقو، ښه خوی او خندانې څېرې خاوند و. د ده ﷺ مینه او مهرباني دومره ډېره وه چې کله به غوسه هم شو، نو یوازې دومره به یې ویل چې د ده یا د هغه تندی دې په خاورو ککړ شي. د سیرت په کتابونو کې راغلي چې د غفار نومې قبیلې یو شخص د حضرت محمد ﷺ میلمه شو. ډوډۍ نه وه، یواځې شیدې وې. حضرت محمد ﷺ هغه شیدې دغه میلمه ته ورکړې او خپله یې ټوله شپه وږې او نهاره تېره کړه. په داسې حال کې چې ده ﷺ تر دې وړاندې شپه هم په لوږه تېره کړې وه او څه یې نه وو خوړلي. په نورو باندې د خپلو کارونو کول او ورباندې یې بوج اچول هم د مهربانۍ خلاف خبره ده. د حضرت عایشې، ابو سعید خدري او امام حسن (رضي الله عنهم) څخه روایت دی چې پېغمبر ﷺ به خپل کارونه په خپلو مبارکو لاسونو کول. په شمایل ترمذي کې دا هم راغلي چې ده ﷺ به د کور کارونه هم کول. خپل کالي به یې په خپله پیوندول او کور به یې هم جارو کاوه. شیدې به یې لوشلې او بازار نه به یې سودا هم راوړله. که پیزار به یې وشلېدل نو خپله به یې ګنډل. د خره په سپرلۍ به نه شرمېده او بېوزلو او مریانو سره به یې د ناستې او ډوډۍ خوړلو نه ډډه هم نه کوله. طفیل بن عمرو دوسي د دوس قبیلې ریس او مشر و. دا قبیله په یمن کې اوسېده. طفیل پخوا مسلمان شوی و او ډېره موده یې خپله قبیله اسلام ته را بلله، مګر د ده قبیله په خپل کفر ټینګه ولاړه وه. طفیل ناچاره شو او د رسول الله ﷺ حضور ته راغی. د خپلې قبیلې حال یې ورته ووایه او رسول الله ﷺ نه یې غوښتنه وکړه چې د ده قبیلې ته ښېرا وکړي. ناستو خلکو چې دا خبره واورېده، نو ویې ویل چې د دوس قبیلې په بربادۍ کې نور هیڅ شک نشته، یعنې که رسول الله ﷺ ورته ښېرا وکړه، نو د دوس قبیله به حتما هلاکیږي. رسول الله ﷺ چې کومه دعا وکړه، د هغې الفاظ دا وو: اللهم اهد دوسا وائت بهم. ای خدایه دوس (قبیلې) ته هدایت وکړه او هغوی راوله!  

ماخذونه:

۱. صحیح بخاري

۲. صحیح مسلم

۳. ابو داوود

۴. ترمذي

۵. مسند احمد

۶. ادب المفرد

۷. شمایل ترمذي

۸. شرح شفا

۹. ابن اسحاق

۱۰. نبوي اخلاق

Related Articles

ښکلا پېژندونکی اوسکار وایلډ وپېژنئ

لیکنه ـ ریاض مقامزی د نړۍ والو ادبي څېرو د پېژندنې په لړۍ کې به نن د آیرلینډ هېواد نوموتی شاعر او لیکوال وپېژنئ. د لیکنې تر پایه به د نوموړي د ژوند، آثارو او ویناوو په اړه لا ډېر پوه شئ. پېژندنه د آیرلینډ د نولسمې پېړې ددې ستر شاعر او لیکوال بشپړ نوم اوسکار وایلډ "Oscar Waild" دی. هغه په "۱۸۵۶" زېږديز کال کې داسې کورنۍ کې سترګې پرانیستې، چې لوست...

د مطالعې لپاره څه ډول چاپېریال مناسب دی؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی مطالعه هغه چاره ده، چې انسان پرې په بېلابېلو برخو کې خپل فکر ته هر اړخیز معلومات ور سپاري او په دې توګه یې نړۍ لید پراخېږي. هغوی چې ښه او معناداره مطالعه کوي په فکر، رفتار او خبرو کې یې ځانګړی توپیر رامنځته کېږي او خلک یې لیدلو او اورېدلو ته لېوالتیا پیدا کوي؛ خو اصلي بحث دا دی، چې د ښې مطالعې لپاره څه ډول چاپېریال باید موجود و...

د جملې ځانګړتياوې

ليکنه ـ رياض مقامزی مونږ د خپلو خبرو ليکلو پر مهال تل له جملو څخه کار اخلو، هڅه کوو چې مخاطب ته يو څه ور انتقال کړو. د همدې په خاطر د ښو جملو جوړولو لپاره اړينه ده، چې د جملې پر ځانګړتياوو بحث وکړو. په پښتو ژبه کې د جملې ځانګړتياوې په دې ډول دي: د کلمې معنا د کلمې ترتيب مفهوم بشپړتيا ګرامر ۱ - د کلمې معنا مثال: پوف او لوف ښايي موف وپېري...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...