لس کاله که شل کاله!؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 08, 2022
4 years ago
1,904 views
لس کاله که شل کاله!؟

ليکنه ـ ریاض مقامزی  

یو حکايت دی، چې شاګرد خپل استاذ ته وویل: په څومره وخت کې به دا کسب په بشپړ ډول زده کړم؟ ځواب یې ورکړ: لس کاله.  شاګرد بیا وپوښتل: که زه شپه او ورځ په ځان یوه کړم؛ ډېر زحمت وباسم. سهار ملا آذان کار شروع کړم او ماسختن ناوخته یې بس کړم؛ بیا به یې په څومره وخت کې زده کړای شم!؟  استاذ یې وویل: په شلو کلونو کې!  

د حکایت درسونه

که دقیق ځير شو، دا حکایت موږ او تاسو ته خورا په زړه پورې درسونه راکوي. معمولا په سرعت سره خپلې ټاکلې موخې ته ژر رسېږو؛ خو په حکایت کې ویل شوي، چې سرعت هدف ته ستاسو رسېدل ځنډوي/اوږدوي. په هر حال؛ له دې داستان څخه دا درسونه اخيستلای شو.

• سرعت یا ډېر کار کول مو هدف ته په رسېدو کې ټکنی کوي. که څوک شپه و ورځ کار وکړي؛ نو حتما به صحي ستونزې پیدا کوي او ډېر امکان شته، چې د اوږدې مودې لپاره کار و نه کړای شي او پدې توګه به هدف ته رسېدل ورته سخت شي.

• بېړه کول ستاسو فکري تمرکز خرابوي او په هر کار کې چې فکري تمرکز نه وي موجود په اسانۍ نه زده کېږي.

• بېړه کول ستاسو د دقت وړتیا له منځه وړي او پدې توګه به پخپل کار کې ډېرې غلطۍ کوئ.  

• که تاسو غواړئ ژر یو کار زده کړئ ډېر کار مکوئ؛ بلکې سم کار کوئ. موخه دا چې تل د کمیت پر ځای کیفیت ته لومړیتوب ورکړئ.  

• د کسب، علم او یا بل هر کار په زده کړه چې وارخطايي مکوئ. د هر کار د زده کړې لپاره آرام ذهن، دقت، کیفیت او مینه مهمه ده؛ نو همدا ځانګړنې خپلې کړئ. 

Related Articles

May 21, 2023
1,444 views

هېواد داوبو مدیریت او ایران سره د هلمند د سیند تړون

د هېواد داوبو مدیریت او ایران سره د هلمند د سیند تړونلیکوال: خان محمد تکل موږ تل ویلي چې د هېواد د اوبو مدیریت یو له خورا پېچلو ماموریتونو او مسولیتونو څخه دی، په دغه برخه کې هره کېدونکې پرېکړه باید په خورا دقت او هوش سره وشي. ځکه زموږ ډیره برخه اوب...

Nov 29, 2021
2,024 views

نړۍ څنګه بدله کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی په نړۍ کې د عدالت تامینول، له نورو سره د مرستې کول او یا هم په نړۍ کې مثبت بدلون راوستل د ډېرو خلکو هيله وي؛ خو ډېر کم خلک پر دې "راز" پوهېږي، چې نړۍ څنګه بدله کړي او خپل ذهني سکون څنګه وساتي. ددې راز په پوهېدو سره به تاسو به ډېر...

Sep 10, 2021
5,270 views

د واده لپاره مناسب عمر کوم دی؟

لېکنه: شکېبا نادري، د واده لپاره مناسب عمر کوم دی؟   د انسان د پیدایښت موخه د الله عبادت او د انساني نسل زیاتوالی دی، د انساني نسل د زیاتوالي یوازینۍ سرچینه واده کول دي. واده کول په هره ټولنه کې په بېلابېلو عمرونو او بېلابېلو رواجونو ترسره کېږي، ځی...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,349 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,304 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,516 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...