په افغانستان کي د بې وزلۍ او لوږي علتونه

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 19, 2022
4 years ago
2,170 views
په افغانستان کي د بې وزلۍ او لوږي علتونه

ليکنه: عبدالجبار وحدت  

د نړیوال بانک د تازه راپورونو په اساس تر ۷۳۶ میلیونه پورې وګړي په مطلق فقر کې ژوند کوي ، چې هند تر ۲۴٪ مطلق فقیرو وګړو اوسیدو په لحاظ په لومړۍ درجه او شمالي امریکا د ۱٪ غریبو وګړو پّه اوسېدو سره په وروستي قطار کې ځای لري او ۶٪  غریبان په نړیواله کچه د اسیا د جنوب پورې اړوندېږي چې له بده مرغه افغانستان هم پکې شامل دی.

په هرو دوو کې یې یو بې وزله دی د احصایې د ملي ادارې د تخمین په اساس  ۳۵ میلیونه ته نفوس رسېږي چې تقریبا تر ۱۷ میلیونه زیات وګړي د فقر په حالت کې ژوند کوي، ممکن دا ارقام اوس نور هم تغیر شوي وي.  

د فقر اړوند مختلف اقتصادي نظامونه بېلابېل نظریات لري: د راهبانو اند دا دی چې فقر یو داسې مرض نه دی چې باید علاج یې وشي ، بلکې هغه څه دي چې موږ خدای پاک او اخرت ته نږدې کوي، مانا دوی فقر ته د بد څيز په سترګه نه ګوري، مګر د اسلام کامل دین دا نظریه بالکل ردوي او ان د رسول الله (ص) هغه دعا ښه ثبوت دی چې له فقر څخه پنا غواړي، کپیټالیزم یې د انساني ازادي نشتون د اساسی علت په توګه بولي، مګر سوسیالیزم یې ازاد بازار او انساني ازادي اساسي علت بولي. یو تعداد یې  بیا  د خدای تعالی له لورې بولي، چې باید په لوږه صبر وشي. مګر د اسلام اقتصادي نظام یې د منابعو څخه درسته استفاده نه کول، درستي پالیسي نشتون او انساني غفلت د اساسي علتونه بولي. د فقر اساسي ریښه په دوو برخو وېشل شوې ده ، چې یوه ته یې ټاکنیز یا انتخابي او بل ته یې نا ټاکل شوی ، یا تحمیلي غربت وایي.  

ټاکنیزه لوږه :پدې مانا چې پخپله فرد د لوږې سبب شوی وي، یا داحالت د ده د کړنو سره تړلی وي ، که یوکس درست مالي مدیریت نه کوي، د ژوند په چارو کې درست اقتصادي پرنسیپونه نه کاروي، نو همدا لوږه ترې رامنځته کېږي. چې ټنبلي یې اساسي علت کېدلی شي، ځکه حضرت علي (رض) فرمایي: څوک چې د کار له امله د سختي زغم نه لري، نو لوږه دې وزغمي.  

تحمیلي لوږه : باید یو داسې حالت دی چې افراد په دې کې رول نه لري، بلکې په غیر ارادي ډول رامنځته کېږې چې محیطي، سیاسي او اقتصادي عوامل په ځان کې رانغاړي. زلزله، وچکالي یا توپانونه، همدارنګه اقتصادي ناسم روابط، انفلاسیون، اقتصادي نوسانات، د عاید نا عادلانه وېش،د کاري فرصتونو نه موجودیت، د حقیقي عاید ټیټوالی،د بشري پانګې کمزوری یا نه مدیریتول، هغه څه دي چې په پایله کې یې تحمیلي فقر رامنځته کیږي.  

  • د دولتونو بې پلاني: حتی د دې سلنه ان تر اویا(۷۰) پورې ښودل شوی دی. د یوې منظمې ستراتيژي نه شتون هرڅه د سوال او ګډوډي سره مخ کوي، ستراتیژي هغه څه ده چې موږ ته د ټاکلو اهدافو تر لاسه کولو لارې چارې روښانه کوي، له بده مرغه چې دلته ډېری وخت دولتونه بې پلانه پاتې شوي دي، په ځانګړي ډول په اقتصادي لحاظ دلته منظم اقتصادي موډل نه دی جوړ شوی.  
  • بیکاري :  بیکار هغه چاته وابي چې د (۱۵-۶۵ ) کلنو تر منځ عمر ولري او د کار په لټه کې وي ، خو بیا هم د درامد او کار منبع پیدا نه کړي.کار هغه څه دی چې پر مټ یې تولید تر سره کیږي، سړي سر عاید ورسره زیاتېږي ، د کورنیو د ژون سطحه ورسره لوړېږي، د ګڼ شمېر افغا ن بیکارو ځوانانو شتون د دې ستونزې اساسي عامل دی، بیکاري لوږه زیږوي او لوږه په سلونو ستونزې زېږوي.     
  • دوامدارې شخړې: د ټولو زیربناوو له منځه وړلو اساسي عامل همدا جنګ دی، اوږدمهاله جګړې هغه څه دي چې د هیواد فابریکې او اقتصادي بنسټونه له رکود سره مخ کوي، د بودجې زیاته برخه نظامي لګښتونو باندې مصرفوي، ځوانان فرار ته مجبوروي، او هېواد بالکل له صادراتي حالت څخه وارداتي حالت ته ورګرځوي. د یوې څېړنې په اساس روانو جګړو په افغانستان کې د 200 میلیارده ډالرو شاوخوا کې زیان اړولی دی. او د جګړو په پایله کې د۵۷۴  شاوخوا کې فابریکې له بده مرغه ویجاړې شوي دي.     
  • وچکالي ، نباني ناروغي د ملخانو هجوم: زموږ هېواد کرهڼیز هیواد دی، اقتصاد یې هم زراعتي دی ، زیاته کتله ځوانان ان تر ۸۵ سلنې پورې په زراعتي سکتور کې په کار بوخت دي، نو په دې اساس وچکالي ، او نباتی ناروغي د دې سترې سلنې ځوانانو د بیکاري سبب ګرځي او داحالت خپله لوږه زېږوي. 
  • بېسوادي:د ۶۵ سلنه بې تعلیمه وګړو شتون د دې ستر ثبوت دی  او د یو میلیون او دوه سوه زرو ماشومانو بوختیا په شاقه او درنو کارونو کې .بې سوادي هغه څه دی چې د عدم تخصص ستونزه زېږوي او تولیدي اغېزمنتوب او مولدیت له بینه وړي، له بده مرغه د درییمې نړۍ هېوادونه دا ستونزه لري. 
  • د نفوسو د زیاتوالې ستونزه: سره له دې چې الله تعالی د رزق وعده کړې ده او په قران پاک کې فرمایي چې تاسو اولادونه د لوږې له وېرې مه وژنۍ ، مګر د فقر اړوند کلاسیک او معاصر اقتصادي نظریات متفاوت دي، څومره چې نفوس لوړېږي ، سړي سر عاید ورسره ټیټېږي او برعکس هم . 
  • مالي مدیریت نه شتون: د لته مالي منابع په درست ډول نه مدیریت کېږي، همدارنګه مالي سرچینې په تخصصي او مسلکي ډول نه لګول کېږي، د فقر له اساسي علتونو څخه د ښه مالي مدیریت نه شتون دی. 
  • د عوایدو غیر عادلانه وېش: د عوایدو غیر عادلانه وېش لویه ستونزه راولاړولی شي، موږ ګڼ مثالونه لرو چې په تېر کې هم یوه طرف سوپرسکیل معاش اخیستل مګر، بل لورې دومره معاش هم نه درلود چې کم تر کم ورځني لومړنۍ اړتیاوې مرفوع کړي. 
  • د کرهڼې سکتور کې په غیر تخصصي ډول د ګڼ نفوس بوختیا : یاد سکتور کې ګڼ تعداد اشخاص بوخت دي، مګر موږ بیا هم د غله جاتو او حبوباتو په برخه کې پر ځان متکي نه یو ، ښه ماشینري نه لرو، پټه بیکاري بیخي پرېمانه په همدې سکتور کې لیدل کېږي. 
  • د پټې بیکاري موجودیت: د وروسته پاتې هیوادونو ډېری وګړي ظاهرا بوخت مګر په حقیقت کې بېکاره دي ، ځکه دوی د سړي سر عاید په لوړوالي کې هیڅ بارز رول نه لري. 
  • دود ، عنعنات: عنعات په پرمختیايي هېوادونو کې د زیاتو بېځایه لګښتونو اساسي علت دی او لوږه یې زېږولې ده. 
  • اقتصادي نوسانات او انفلاسیون: د قیمتونو نوسانات ، انفلاسیون د Real income کموالي د فقر زیاته ستونزه زېږولی شي.پیسې په ورته حالت کې خپل ارزښت له لاسه ورکوي او Purchasing power یې بیخې کمزوری کېږي. 
  • د نړۍ سره د اقتصادي تعاملاتو نشتون: د نړۍ سره د سمو اقتصادي تعاملاتو نه شتون تجارتي بندیزونه زیږوي او دا بندیزونه قیمتي زیږوي او قیمتي لوږه زیږوي. 
  • د ازاد بازار او همدارنګه د مافیایي بازار شتون: د ډالرو د قاچاق په شمول ډېری بازارونه دلته انحصاري او مافیایي بڼه لري چې ملي اقتصاد نړوي او شخصي /فردي اقتصاد پیاوړی کوي. 
  • زکات ته د توجه نه کول : یو اهم دیني مسؤلیت دی چې د فقر په ختمولو کې رول لري ، مګر په اسلامي هېوادونو کې دې مسلې ته پاملرنه بیخي کمه شوي ده.  
  • اداري فساد او اختلاس:فساد هغه څه دی چې د دولتي امکاناتو او صلاحیت څخه شخصي ګټه پورته شي، د دولتي بودجې د کسر له اساسي علتونو څخه یو علت اختلاس دی، له بده مرغه چې دلته له ډېر پخوا فساد ریښې درلودې او لوږه یې زېږولې وه ،هیله لرو چې اوسني نظام کې به دا ستونزه په ټولیز ډول حل شي. 
  • د کرونا وبا له وجې پراخ ګرځبندیز(قرنطین):  له بده مرغه د افغانستان غریب ولس د ټولو ستونزو سره سره د کرونا له بدمرغه ناروغي سره مخ شو ، چې په پایله کې هټۍ، کارځایونه ، هوټلې او حتی ټول کاروبار په ټپه ودرېدل چې د افغانانو اقتصادي وضعیت یې نهایت خراب کړ، کرونا د ټولې نړۍ په اقتصادي وضعیت بده اغېزه کړې وه ، مګر د داسې کم عاید لرونکې هېوادونه ولسونه یې نهایت ضعیف کړل، هغه متل دی وې چې په مېږي شبنم هم توپان وي. 
  • درست مالیاتي  او عایداتي سیتسم نه شتون: له بده مرغه په وروسته پاتې هېوادونو کې عایداتي سیستمونه خراب او د قناعت وړ نه دي، نو پدې اساس دلته هم یاد سیستم لکه څرنګه چې اړین وو نشته ، او د دې سیستم نشتون دولت غریب کړی او ددولت غربت  خودبخود ولسي فقر زېږوي. 
  • د سپما د فرهنګ نه شتون: افغانان له بده مرغه چې د سپما او سبا اقتصادي ستونزو هیڅ فکر نه لري ، څه چې ګټي هغه بیرته مصرفوي، د سپما فکر هغه څه دی چې تولید ، پانګونه او د پانګې دوهم ځلي تولید رامنځته کوي او دلته د سپما نه شتون په انفرادي ډول د فقر زیږوونکی دی.

Related Articles

Oct 15, 2021
1,978 views

ګابريل ګارسيا څوک و!؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی  کله چې د نړېوالو ادبیاتو مطالعه پیل کړو، نو حتما د ګابریل له نوم سره مخ کېږو. نوموړی په لاتینه امریکا کې زېږدلی او آثار یې نړېوال محبوبیت لري. موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې چې نوموړی تر یوه بریده در وپېژنو.   د مارکېز لنډ ژوندلیک...

Dec 10, 2020
3,493 views

د مالټو "لس" روغتيايي ګټې

مالټه د هغو مېوو په قطار کې راځي، چې نړۍ کې په پراخه پيمانه مصرفېږي. همدارنګه د ډېرو روغتيايي ګټو ترڅنګ ګڼ شمېر خلک یې د ښه خوند له کبله هم خوري.  د خوښۍ خبره دا ده، چې یاده مېوه په افغانستان کې هم ښه حاصلات ورکوي. په ځانګړې توګه د ننګرهار په څېر ګرم...

Jun 22, 2025
1,157 views

د ایران او اسراییلو ترمنځ شخړه، د امریکا بریدونه او د سیمې ژور بدلونونه

عمران اختر د ایران او اسراییلو ترمنځ اوږده شخړه، چې مذهبي، ایډیولوژیکي او ستراتیژیک بنسټونه لري، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د ایران پر اتومي تاسیساتو د برید له اعلان وروسته نوي، خطرناکو پړاوونو ته ننوته. ټرمپ دا بریدونه "پوځي بریا" وبلل او د...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,274 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,286 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,452 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...