فطرت

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 26, 2022
4 years ago
2,112 views
فطرت

استاد غضنفر پخپل ژباړل شوي کتاب کې د "فطرت" تر عنوان لاندې دا حکایت لیکلی: "دوه راهبان د ويالې په غاړه ناست وو، کاسې يې وينځلې. په دې منځ کې يې يو لړم وليد چې اوبو ته لوېدلی او ډوبېږي دا يوه راهب لاس ور ورغځاوه، لړم یې را وایست. لړم د راويستلو په شېبه کې ټک ورکه، ویې چیچه. لړم لږ وروسته بیا اوبو ته ولوېد او هغه راهب بيا لاس ور ورغځاوه چې ويې ژغوري. لړم دا ځل هم راهب و چیچه ملګري يې ورته وويل: بيا بيا یې ولې ژغورې، ته خو پوهېږې چې د هغه فطرت د چیچلو دی.  لومړي راهب خپل ملګري ته په ځواب کې وويل: "او زما فطرت د ژغورلو."  

د حکايت درسونه

  • همېشه د خپلو کړنو مسول اوسئ. دا چې نور خلک څه کوي پخپل حساب به خپله ورکوي.
  • د انسان په حیث له نورو سره مرسته، ښه کول او د نورو ژغورل باید ستاسو د ژوند تګلاره وي.
  • د بدیو ځواب په بدو مه ورکوئ. که داسې وکړئ ستاسو او د مقابل لوري هېڅ توپیر نه پاتې کېږي.
  • انسانيت تر ټولو غوره لاره ده. همدا تعقیب کړئ.
  • که نور هرڅومره بد هم وکړي؛ تاسو باید ښه وکړئ ترڅو پخپلو بدو پخپله پښېمانه شي. 
  • تل ښه کوئ. کېدای شي نور ډېر خلک ستاسو له امله نېکې لارې ته برابر شي. 

Related Articles

Jun 26, 2021
3,628 views

محمد علي کلي څوک و؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی  د نړۍ په تاریخ کې داسې څېرې هم شته، چې د بېلابېلو عواملو له کبله په نړېواله کچه محبوبیت پيدا کوي. یو له دې څېرو محمد علي دی. تاسو به د "څېرې" لړۍ په دې لیکنه کې محمد علي کِلِی په پوره توګه وپېژنئ!   د ماشومتوب ژوند د نوموړي ا...

Dec 13, 2021
2,514 views

اهداف څنګه وټاکو؟

مشهور کمیډین چارلي چاپلېن به ویل:«که بې هدفه لهٔ خوبه راپاڅېدې، ښه دا ده چې بیا ویده شې!»دا چې اهداف تر لاسه کول دومره مهم دي، نو ولې یې پهٔ تر لاسه کولو کې پاتې راځو؟د دې لپاره به ساده ځواب دا وي، چې مونږ د اهدافو د تر لاسه کولو لپاره منظم پلان نهٔ...

Sep 11, 2022
2,465 views

د وزير  فتح خان   ژوند او مبارزه  

د وزير  فتح خان   ژوند او مبارزه   سريزه  د کندهار  د شير سرخ  په جرگه کې  د وزير فتح خان نيکه  جمال خان  د محمد زيو د قوم  د سردار په توگه   وټاکل شو ، چې  د احمدشاه  بابه په واکمنۍ کې يې د مشاور   حيثت  در لود .  د هغه    له مړيني  وروسته  سردار...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,470 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,350 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,605 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...