ویښوونکې جملې!

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 10, 2022
3 years ago
2,030 views
ویښوونکې جملې!

ټولونه ـ ریاض مقامزی

 پدې ليکنه کې به داسې جملې/ويناوې ولولئ، چې د نړۍ د نوموتو ليکوالو پورې اړوندېږي او ستاسو په ژوند، فکر او رفتار کې مثبت تغییر راوستلای شي.

• څوک چې غرونه بېځايه کوي، د کوچنیو ډبرو له پورته کولو پیل کوي. (فاکنر)

• وياړ د وينو په تويولو کې نه دی؛ بلکې د اوښکو په وچولو کې دی. (بایرون)

• که ظالم د یوې ګوتې په اندازه تجاوز ته پرېږدې، د زرو ګوتو په اندازه پر تجاوز به هم درېغ ونه کړي. (چارلېز ډيکنز)

• ناسم معلومات له ناپوهۍ څخه ډېر خطرناک دي. (برنارډ شاو)

• لیکل؛ یعنې مطلقه ناهیلي. (وولف)

• ناکام خلک انرژي نه؛ بلکې قوي هوډ او اراده نه لري. (هوګو)

• که په هر څه پوه شو، ژوند به یو ساعت هم و نه شو زغملای. (فرانس)

• مړینه کافي نه ده؛ باید پر ځای ومرو. (سارتر)

• غميزه دا نه ده، چې یواخې اوسې؛ بلکې دا ده، چې د یواځیتوب زغم و نه لرې. (کامو)

• څومره چې ستا کارونه مهم وي؛ هومره به دې دښمنان ډېر وي. (شکسپیر)  

• د دوست تر بخښلو د دښمن بخښل اسانه دي. (بليک)

• ښايي کله ناکله یو غفلت د یوه کس یا یوې ټولنې برخلیک په بله واړوي. (توماس مان)

• خلک تل تیار دي، چې د دویم ځل لپاره هم وغولېږي. (کافکا)

• د انسان ژبه هغه مار دی، چې انسان پخپله چيچي. (ګوګول)

• په یوې دقیقې غوسې سره شپېته ثانيې خوښي له لاسه ورکوو. (امرسن)

Related Articles

Aug 05, 2020
3,208 views

هوا څه شی دی ؟

موږ او تاسې څخه راچاپېره هوا د اکسيجن او ناېتروجن ( عناصرو) څخه جوړه ده . اکسيجن په نړۍ کې ( نه ېوازې د انسان بلکې تقريبآ ټولو ژوندیو موجوداتو )د ژوند کولو لپاره تر ټولو زیات مهم او اساسي عنصر دی .انسان کولی شي د خوړو پرته شاوخوا شپږ اونۍ ژوند وکړي ؛...

Jan 22, 2022
2,279 views

د باچا خبرې

ليکنه ـ ریاض مقامزی   پرون د خان عبدالغفار خان د مړینې څلوردېرشتم تلین و. موږ او تاسو ټول پښتانه/افغانان باید دا نومیالی او منلی شخصیت وپېژنو او د باچاخان له هڅو، فکر او مبارزې څخه یو څه زده کړو. پدې لیکنه کې هڅه شوې ده، چې نوموړی تر یوه بریده در وپ...

Jun 15, 2021
6,669 views

چیګوارا؛ له طبابت نه تر انقلابه!

ژباړه ـ ریاض مقامزی د نړۍ په سیاست، ادبیاتو، فلسفې او ګڼو نورو برخو کې داسې پېژندل شوي څېرې تېر شوي، چې د نړۍ نږدې ټول وګړي پرې ویاړ کوي او له نامه سره یې اشنا دي. موږ وپتېیله چې د همدې نوموتو څېرو د پېژندنې لړۍ پیل کړو. تاسو به ددې لړۍ په لومړۍ لیک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,329 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,300 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,500 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...