لاړې څه ته ويل کېږي؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 30, 2022
3 years ago
1,556 views
لاړې څه ته ويل کېږي؟

ټینګه، بې رنګه د ښیښې رنګ ته ورته مایع ده کومه چې په باثباته توګه د انسان او د ټولو نورو شمزي لرونکو ژو په خوله کې موجوده وي. لاړو کې اوبه، مخاط یا بلغم، پروتین، معدني مالګه او املېز انزایم (amylase) شامل وي. لاړې چې کله خوله کې دوران ترسره کړي باکتریاي حجرې، د خوړو پاتې شوني او د وینې سپین کرویات (white blood cells) هم ورسره ګډیږي. د انسان په خوله له یو تر دوه لیتره پورې لاړې هره ورځ بهیږي. د لاړو په جوړولو کې د لاړجنو مرغړیو (salivary glands) درې جوړې او ډېر واړه مرغړي کوم چې په سخواختو یا اننګیو، شونډو، ژبې او تالو کې دي د لاړو په جوړولو کې ګډون کوي. خولې کې کمه اندازه لاړې تل شته وي خو خواړه یا هم د خوړو په اړه فکر کولای شي د لاړو اندازه نا څاپه زیاته کړي. لاړې مختلفې دندې لري. بنسټیزه دنده یې د خولې داخل نرم او لوند ساتل دي تر څو انسان خبرې وکړای شي، خواړه نرم کړای شي، له خوړو مزه واخلي او بلاخره خواړه تېر کړي. لاړې د بدن د اوبو په کنټرول کې هم مرسته کوي که چېرې بدن کې اوبه کمې شي نو لاړجن مرغړي وچیږي کوم چې د خولې د وچېدو لامل ګرځي او تنده پیدا کوي، تنده انسان کې د اوبو څکلو انګېزه پیدا کوي. غاښونه له خرابېدو ساتي ځکه چې لاړې له خولې د خوړو پاتې شونې لرې کوي، مړې حجرې لرې کوي، د باکتریا حجرې پاکوي او د وینې سپین کورویات لرې کوي. کمه اندازه د املېز (amylase) په نامه د هاضمې انزایم هم لري کوم چې په کیمیاوي توګه کاربوهایډرېټ ساده ترکیبونو ته تجزیه کوي.

ذکریا رحيمي 

Related Articles

Jun 14, 2023
1,434 views

ادم، حوا او ارتقا

الله تعالی مونږ ته قران کی ښودلي دي چی انسان له دوو شیانو جوړ دی یو د هغه حیواني وجود ده، دغه وجود بلکل داسی ده لکه د نورو ځناورو وجود. دغه وجود ته مونږ په ساده الفاظو کی جسم وایوو او الله تعالی همدغه ژوندۍ هستۍ له همدی ځمکی پیدا کړی ده. قران دا خبره...

May 22, 2024
1,521 views

سعودي عربستان د ملک فهد پوهنتون

#پیرزوینهد سعودي عربستان د ملک فهد پوهنتون King Fahd University of Petroleum & Minerals (KFUPM) سکالرشیپونو خبرتیا: د ملک فهد پوهنتون په مجموع کې په نړیوال رینکینګ کې 160#، ولې په Patents کې 3#، په پټرولیم انجنیري کې 4# او همدارنګه په کیمیاوي انجنیر...

Dec 23, 2021
1,775 views

لانګ فیلو وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی   د نړۍ او په ځانګړې توګه د نوموتو امریکايي شاعرانو/لیکوالو په قطار کې لانګ فیلو هم د یوه خاص مقام/ځای خاوند دی. تاسو به په دې لیکنه کې د نوموړي په اړه مختصر خو مهم معلومات ولولئ.   د لانګ فیلو لنډ ژوندلیک د امریکا ددې منلي شاع...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,230 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,278 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,418 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...