غازی امیر امان الله خان

M
M Nazir Safi
Author
May 03, 2021
4 years ago
3,675 views
غازی امیر امان الله خان

امان الله خان د حبیب الله خان ځوی او د عبدالرحمن خان لمسی دی مور یی سلطانه سرور بیګم نومیده په قوم بارکزی و په ١٨٩٢م کال د جون د میاشتی په اوله نیټه پغمان کی زیږیدلی دی په اصل کې د جلال اباد اوسیدونکی دی په ١٩١٩م کال د افغانستان امیر شو  په ١٩١٩م کال د اګست د میاشتی په ١٨نیټه د انګریزانو څخه خپلواکی واخیسته د امان الله خان میرمن ملکه ثریا نومیده ملکه ثریا د محمود طرزی لور وه محمود طرزی د امان الله خان لومړی معاون و امان الله خان په خپلی لس کلنۍ پاچاهې کې افغانستان ته زیات کارونه ترسره کړل امان الله خان غوښتل افغانستان د نړی د هیوادونو سره سیال کړی همدی موخی ته د رسیدلو لپاره یی ترکی ته نارینه او ښځینه محصلین واستول په افغانې ټولنه کې دې کار زیات غبرګونونه راوپارول امان الله خان اروپایی هیوادونو ته سفر وکړ زیات شمیر تړونونه یی وکړل وسلی یی راونیولی کله چی افغانستان ته راغلی حبیب الله کلکانی زیات زور پیدا کړی و حبیب الله کلکانی تاجک واو په ١٨٩٠م کال په کابل کې زیږیدلی و دوه میرمنی یی درلودی بی بی سروری سنګری او بی نظیر په نامه وی لاندی لقبونو باندی یادیده خادم دین رسول الله بچه سقاو عیار خراسان امان الله خان هغه سره د سولې لار غوره کړه د سولې د تړون د مخی یی حبیب الله کلکانی ته زیاتی پیسی او وسلی ورکړی خو بیا هم په ١٩٢٩م کال حبیب الله کلکانی په کابل  یرغل وکړ امان الله خان نه غوښتل افغانان په خپل منځی جنګ اخته شی د همدی خاطره یی د واک چوکۍ خپل ورور عنایت الله خان ته پریښوده عنایت الله خان په١٨٨٨م کال کابل کې زیږیدلی و عنایت الله خان د لږی مودی پاچاهی وروسته تهران ته لاړ او په ١٩٤٦م کال هلته ومړ حبیب الله کلکانی په افغانستان نهه میاشتی واکمنۍ وکړه د دی واکمنۍ ته ړنده واکمنۍ هم وایی ځکه پرمختګ یی ونکړ خو شوی پرمختګونه یی د خاورو سره خاوری کړل او د نادر شاه لخوا ووژل شو نادرشاه په ١٨٨٣م کال د هندوستان په دهرادون کې زیږیدلی و پلار یی یوسف نومیدهپه ١٩٢٩م کال یی واک تر لاسه کړ د څلږور کاله واک وروسته په ١٩٣٣م کال په کابل کی د یو محصل لخوا چی عبدالخالق نومیده د توپانچی په واسطه ووژل شوامان الله خان کندهار او بیا هند او د هند څخه ایټالیی ته لاړ هلته یی ټکسی چلوله هیڅکله یی د ایټالیی حکومت مرستی ونه منلی او ویل به یی خپله کار کولې شم ولې بل ته لاس ونیسم امان الله خان د ایټالیی تر ټولو غریبه سیمه کې اوسیده یو ځل یی نادرشاه ته جواب راولیږه چی په افغانستان کې زما ځمکه خرڅه کړه او پیسی یی ماته راولیږه خو نادرشاه دا کار ونکړ له دی پیښی وروسته امان الله خان هیڅکله د چا څخه څه ونه غوښتل کله چی امان الله خان ایټالیی ته تلو د ځان سره یی یو بالښت کې د افغانستان خاوره واچوله تل به يی په هغی بالښت سر کیښودو او ویده کیده هغه وصیت کړی و که مړ شوم او افغانستان ته می وړل ناممکن و همدا خاوره راسره په قبر کې کیږدی امان الله خان په ١٩٦٠م کال د افریل د میاشتی په پنځه ویشتم د سوزرلنډ د زوریخ ښار په یو روغتون کې ساه ورکړه پاکستان سعودی ترکی او افغانستان کی د هغی د ښخولو غوښتنه وشوه خو امان الله خان ننګرهار ته راوړل شو او امیر شهید باغ کې خاورو ته وسپارل شو

  انا لله وانا الیه راجعون

Related Articles

Mar 26, 2022
5,099 views

د زړه د حملې نښې نښانې

ژباړه ـ ریاض مقامزی   یو له هغو جدي ستونزو څخه چې کولای شي د ناڅاپي مړينې سبب وګرځي "د زړه حمله" ده. موږ هڅه کړې ده، چې پدې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې وکړو، ترڅو په ژر اقدام سره له خواشینوونکې پایلې څخه وژغورل شئ.  د زړه حمله څه ته وايي؟ زړه د ب...

Jan 23, 2021
4,779 views

کوم ډول خلک زمونږ رښتيني ملګري دي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی په ټولنيز ژوند کې ټول انسانان د نورو همکارۍ ته اړ دي. دغه خلک د کورنۍ، کلیوالو، وطنوالو او یا هم د دوستانو په شکل له موږ سره د ژوند په چارو او فعالیتونو کې همکاري کوي، تر څو په ګډه له ژونده خوند واخلو او پرمختګ وکړو.  که حقیقت و...

Jun 10, 2023
1,482 views

ویټامن B12

⭕️ ویټامن B12 ! د ویټامین B12 په اړه په څه پوهیږي؟  د ويټامین  B12 زموږ په بدن کې دننه څه دندی پرمخ وړي؟د ويټامین  B12 د کمښت نښې نښانی او درملنه يې څه ده؟  دا او دې ته ورته پوښتنو ځواب لاندنۍ لیکنه کې ځوابیږي.  ویټامین B12 زموږ د بدن لپاره ډيرې د...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,379 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,321 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,533 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...