هغه کړنې چې ستاسو شخصیت ته تاوان رسوي

R
Riaz Muqamzai
Author
Jun 05, 2021
4 years ago
3,103 views
هغه کړنې چې ستاسو شخصیت ته تاوان رسوي

په ټولنیز ژوند کې نږدې هر انسان د ښه شخصیت، محبوبیت او درنښت غوښتونکی وي. زموږ او ستاسو په شمول ټول وګړي غواړي، چې خلک یې ښه ووایي، ویې ستايي او ورته ته ګران دې وي. مګر بیا هم ځينې عادتونه او کړنې شته، چې نورو ته یې بدمعرفي کړي او درنښت یې کم کړي. داسې کړنې ممکن بېخي ډېرې وي، خو دلته یې یوازې پر ځینو ډېرو عامو خبرې شوي دي.

 

لومړی ـ احترام

وايي "که غواړې محترم شې، نو اول نور محترم وګڼه"، خو که د نورو احترام نه کوئ، هیڅوک به هم ستاسو درنښت ته قایل نه شي. همدا حقیقت دی.

که غواړې ټولنیز محبوبیت مو پر ځای پاتې وي، ټولو وګړو ته په درنښت قایل شئ. کشر، مشر، ښځه، نر، خان، غریب او بل هرڅوک چې وي، یو انسان دی او انسان د قدر وړ دی.

لکه څنګه چې موږ د ښه شخصیت غوښتونکي یو، همداسې هر انسان ځان یو شخصیت بولي. نو د نورو شخصیت ته درناوی ولرئ، ترڅو ستاسو درنښت هم وشي. 

 

دویم ـ رازساتونکي اوسئ 

هغوی چې راز نه شي ساتلی ډېر ژر د نورو له سترګو غورځي. هڅه وکړئ، راز ساتونکي اوسئ. که تاسو د ملګرو راز نه شئ ساتلای، نو لومړی مو خپل ملګري پر تاسو بې باوره کېږي او ورو ـ ورو دا عیب مو ټولې ټولنې ته معلومېږي. که تاسو هم دا عیب لرئ، ژر تر ژره یې د حل په اړه فکر وکړئ.

 

درېيم ـ غوږ نيونکي اوسئ

ځینې خلک یوازې خپله وايي او د مقابل لوري نه اوري. دا ډول خلک نورو ته دا څرګندوي چې ارزښت ورته نه لري، او دا طبیعي خبره ده، چې انسان مقابل لوري ته په کتو خپل دريځ ټاکي. که تاسو غوږ نيونکي انسانان نه یئ، ډېر ژر به نور خلک له تاسو متنفر شي.

هڅه وکړئ، د خبرو په جریان کې مقابل لوري ته په غوږ نیولو سره هغه ته د ارزښت احساس ورکړئ. په ټولنیز ژوند کې خبرې کول او اورېدل عادي چاره ده، خو اصلا ښه ویل او ښه اورېدل دواړه مهارتونه هم دی. که ښه اورېدونکي شئ ښه ویونکي کېدای هم شئ.

 

څلورم ـ ډېرې خبرې مه کوئ

له ډېرو خبرو یوازې موخه دا نه ده، چې تاسو دې یوازې په مجلس کې کم وغږېږئ، بلکې په موبایل او یا دريځ کې غږېدل هم باید په اندازه وي. که په مجلس، موبایل او یا هم دریځ کې ډېر وغږېدئ د نورو په ذهن کې خپل ناسم انځور مو جوړ کړ. هڅه وکړئ اعتدال ته پام وکړئ. په مجلس کې د خپلو خبرو ترڅنګ نورو ته هم وخت ورکړئ، چې خپل نظر څرګند کړي. په دريځ کې هم تر ټاکلي وخته ډېر مه غږېږئ، که تر خپل ټاکلي وخته ډېر وغږېدئ یعنې د بل حق مو وخوړ، همدارنګه اورېدونکي هم ستړي کوئ. په موبایل کې اوږدې خبرې د روغتيايي ستونزو ترڅنګ ستاسو ټولنیز محبوبیت هم له منځه وړي. ځکه ملګري مو فکر کوي، هغوی ته ارزښت نه لرئ. 

 

پنځم ـ ډېره پلټنه مه کوئ

ځينې خلک تل هڅه کوي د نورو په اړه پوه شي. دوی ډېرې پوښتني کوي او مقابل لوری په تنګوي. له دې کاره په قران کریم کې هم منع شوې ده. الله "ج" فرمايي: ولا تجسسو! یعنې پلټنه مه کوئ. 

دا کار د اسلامي حکم ورهاخوا نزاکتاً هم نامناسب کار دی. ممکن تاسو داسې پوښتنې وکړئ، چې مقابل لوری نه غواړي په اړه یې وغږېږي. نو په دې ډول تاسو نوموړي ته یو بد احساس ورکوئ. 

 

داسې ګڼې نورې کړنې هم شته، چې ستاسو شخصیت او ټولنیز محبوبیت ته تاوان رسوي، چې په راتلونکو نورو لیکنو کې به پرې مفصلې خبرې وشي.

Related Articles

Nov 19, 2021
2,166 views

پاکستان په ناوړه اقتصادي برخلیک کې

لیکوال: د اقتصادي چارو شنونکی استاد لعل ځاځی پدې لیکنه کې مو د پاکستان په اوسنی اقتصادي ناورین او وضعیت بشپړ بحث کړی او د دې ترڅنګ مو لاملونه هم یاد کړي هیله ده چې ترپایه یې ولولی!   د سیمې په کچه که ووایم ترټولو ځپلی اقتصادی هیواد به کوم وي; نو ل...

Mar 09, 2022
2,096 views

اندېښنې

لیکنه ـ ریاض مقامزی   وايي یوې کوچنۍ نجلۍ او هلک لوبې کولې. له هلک سره تُوشلې (مردکي/بیلورۍ) وې او نجلۍ یوه اندازه خواږه درلودل. هلک وویل، زه به ټولې تُشلې درکړم او ته دا ټوله شيريني ماته راکړه. نجلۍ هم ومنله. هلک یوه ښکلې تُشله پټه کړه. پاتې نور یې...

Apr 16, 2021
2,770 views

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

په دې لنډو کرښو کې به د انګلستان د مشهورې ليکوالې ويرجينيا وولف په ويناوو کې د ژوند درسونه ولولئ! “انسان نه شي کولای، له ژوند څخه د اجتناب او نفرت په صورت کې آرامۍ ته ورسېږي.” دا چې انسان ټولنيز موجود دی، نو معلومه خبره ده چې د ټولنې ناخوالې د انسا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,523 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,361 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,644 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...